Asset 1SWN

مریم نواز: پنجاب به د جاپان په کچه پرمختللی کړم

deccanherald_2024-02_5249d044-3834-4f63-bac3-c194f8229702_2018_07_11T151740Z_1854237811_RC1FCC341AD0_RTRMADP_3_PAKISTAN_POLITICS_SHARIF

د پنجاب وزیراعلی مریم نواز وايي چې د نوموړې حکومت د صوبې د زیربنا د معیاري کولو لپاره نه ستړې‌کېدونګې هلې ځلې کوي او موخه یې دا ده چې پنجاب د جاپان په څېر پرمختللې کچه ته ورسوي.

نوموړې د جاپان په پلازمېنه توکیو کې له پاکستاني ټولنې سره د لیدنې پرمهال څرګنده کړه چې د پنجاب په بېلابېلو دولتي ادارو کې لاهم د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

نوموړې زیاته کړه چې پنجاب کې په ځانګړې توګه د روغتیا او پاکوالي په برخو کې ډېر کار شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغې وویل چې د پنجاب د روغتیايي خدماتو په برخه کې د اصلاحاتو او نویو زیربنا له کبله اوس د پاکستان له نورو صوبو څخه خلک د درملنې لپاره پنجاب ته ورځي. د هغې په وینا، دا پرمختګ د دې ښکارندوي کوي چې د حکومت هڅې سم لوري ته روانې دي.

مریم نواز چې دامهال د جاپان په پنځه ورځني سفر وتلې، همداراز وویل، د دې سفر موخه یې، د جاپان د پرمختللي ماډل څخه زده‌کړه او د هغې تجربې پنجاب ته لېږدول دي.

هغې ټینګار وکړ چې د خلکو د ژوند د اسانتیا لپاره به د زیربنا د پرمختګ پروژې په دوامداره ډول پرمخ یوړل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام