Asset 1SWN

سلام وطندار

اسراییلو د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړی وژلی

Gx2o8VoW4AA_Zxp

د اروپا د فوټبال اتحادیې (یوفا) د فلسطین پخواني ملي لوبغاړي سلیمان العبید پر وژنه خواشیني ښودلې چې په غزه کې د خوراکي مرستو ترلاسه کولو پرمهال د اسراییلي له لوري وژل شوی دی.

یوفا پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې خبرپانه کې ویلي: «یو داسې استعداد لرونکی لوبغاړی چې حتی په تیارو وختونو کې یې بې‌شمېره ماشومانو ته هیله ورکړه.»

د فلسطین فوټبال فدراسیون (PFA) ویلي چې سلیمان العبید ۴۱ کلن و، واده یې کړی او دوه زامن او درې لوڼې ترې پاتې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


فدراسیون سلیمان العبید د «ګیزل»، «تور مرجان»، «د فلسطین هنري» او «د فلسطین د فوټبال پلې» په نومونو یاد کړی چې د فلسطین فوټبال پرمختګ یې، خورا نوم درلود.

همدارنګه، فلسطین فوټبال فدراسیون ویلي چې تراوسه په غزه کې د دې ادارې ۳۲۱ غړي وژل شوي چې په‌کې لوبغاړي، روزونکي، اداري کارکوونکي، لوبڅاران او د کلبونو بورډ غړي شامل دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام