Asset 1SWN

سلام وطندار

اقتصاد وزارت: نادولتي موسسو کې دامهال ۲۵۰زره کسان کار کوي

vlcsnap-2025-01-10-06h44m18s999

د اقتصاد وزارت چارواکي وايي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۱۶۰ کورنیو او ۶ بهرنيو موسسو ته د فعالیت قانوني جوازونه ورکړل شوي او دا موسسې د بېلابېلو ټولنیزو خدمتونو په برخه کې فعالیت لري.

د یاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وایي چې کورنیو موسسو تېرکال ۱۳۱۱ پروژې او بهرنيو موسسو ۶۰۵ پروژې پلې کړې دي.

دا پروژې په ښوونې او روزنې، روغتیا، د کډوالو لپاره هستوګن‌ځای او نورو ټولنیزو خدمتونو برخه کې پلې شوي چې ټول ارزښت یې له ۶۹۵ میلیون امریکایي ډالرو زیات دی.

هغه وویل: «د کمېسیون له ارزونې وروسته، ۱۴۰ کورنیو او ۶ بهرنيو موسسو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې او دامهال په افغانستان کې ۲۶۴۰ غیر دولتي موسسې رسمي فعالیت کوي.»

په ورته وخت کې د غیر دولتي موسسو د انسجام رییس عبدالسلام اشرفي وايي چې دې موسسې اوس مهال شاوخوا ۲۵۰زره افغانانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. «همدا اوس شاوخوا ۳۵۰۰ مسلکي کسان هم د دغو موسسو له لارې په افغانستان کې فعالیت لري.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اقتصاد وزارت همداراز اعلان کړی چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره یې یوه پراختیايي تګلاره جوړه کړې چې موخې یې اقتصادي وده، د کار زمینې برابرول، د فقر کمول، د زیربناوو پراختیا، د خصوصي سکتور ملاتړ او د چاپېریال ساتنه ده.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظری وایي چې تېرکال د داخلي او خارجي موسسو په مرسته، د کډوالو د هستوګنې، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړې لپاره ۲۰۱ پروژې تطبیق شوې چې ارزښت یې ۳۷.۸ میلیون ډالره وو.

نوموړی زیاتوي: «دا مهال ۱۰۹ پروژې روانې دي چې د کډوالو د بېرته راستنېدو، هستوګنې، روزنې او اسانتیاوو برابرولو برخه کې مرستې کوي. د دې پروژو لپاره ۳۰۹ میلیون ډالره ځانګړې شوي چې تمه ده د مهاجرینو ستونزې تر یوه بریده حل کړي.»

چارواکي وایي، تېرکال د مرکز په کچه د ۳۷۰ پراختیايي پروژو او په ولایتي کچه د ۸۷۳ فرعي پروژو څارنه هم شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام