Asset 1SWN

د لوګر کرېکټ لوبغالي کې په څلورمیلیونه افغانیو د یوې پروژې چارې بشپړې شوې

c258fc6c-de84-45ef-abb0-4f86b77e6a9d

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې مسوولان وایي چې د لوګر مرکز‌پل علم ښار د کرېکټ لوبغالي کې د څلور میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې او رسما پرانېستل شوه.

پل‌علم کې د یادې پروژې پرانېستې مراسمو ته د کرېکټ بورډ ادارې یوه مسوول محمدنعیم لېوال وویل: «دغه پروژه کې د لوګر کرېکټ لوبغالي هوارکاري، چمن کرل، اوبو څاه او د اوبو منظم سیسټم شامل و چې چارې یې د یوه کال په موده کې د یادې ادارې په مالي لګښت بشپړې شوې.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع‌الله صمیم بیا وايي چې د لوګر کرېکټ لوبغالي بیارغول، د کرېکټ مینوالو لپاره یوه لویه لاسته‌راوړنه وبلله او د کرېکټ بورډ په مسوولانو یې غږ وکړ چې د کرېکټ برخه کې د لوګر ورزشکارانو غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

د جوړې شوې غوندې په پای کې د کرکټ بورډ ادارې له لوري د لوګر کرېکټ لوبغالي کې د شاوخوا ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوبغاړو د روزنې مرکز بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام