د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د ۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوي کتابونه به د ښوونځیو پر زدهکوونکو ووېشل شي.
د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلاموطندار ته وویل، «دا درسي کتابونو او درسي موادو کې ۱۱۸۶۹۸ ټوکه درسي کتابونه ، ۲۵۸ کېټه اداري مواد ، ۲۰۰۳ کېټه د ښوونکو درسي مواد، ۲۵۶۵ کېټه د زده کوونکو درسي مواد او ځینې نور ښوونیز توکي شامل دي، چې د پوهنې آمریتونو له لارې به د ۲۸۸ ښوونځیو د اصول صنفي پر ۲۰۰۳ ښوونکو او ۵۱۳۰۰ زده کوونکو ووېشل شي.»
نوموړي زیاته کړه، یاد کتابونه او درسي توکي ولسوالیو امریتونو ته رسیدلې دې او ډير ژر به په زده کوونکو او ښوونکو ووېشل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عرب زیاتوي، د یادو کتابونو او درسي توکو له وېش سره به په ښوونځيو کې د کتابونو او درسي توکو ستونزه تر ډيره راکمه شئ.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF) له لوري د لوګر ښوونځيو سره د کتابونو او درسي توکو مرسته شوې وه.