Asset 1SWN

سلام وطندار

ضمیر کابلوف: د اندېښنو له‌منځه وړلو لپاره مو اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی

MOSCOW, RUSSIA - DECEMBER 13, 2019: Zamir Kabulov, Director of the Second Asian Department of the Russian Foreign Ministry, gives an interview to the TASS News Agency. Alexander Shcherbak/TASS

Ðîññèÿ. Ìîñêâà. Äèðåêòîð âòîðîãî äåïàðòàìåíòà Àçèè ÌÈÄ ÐÔ Çàìèð Êàáóëîâ âî âðåìÿ èíòåðâüþ èíôîðìàöèîííîìó àãåíòñòâó ÒÀÑÑ. Àëåêñàíäð Ùåðáàê/ÒÀÑÑ

د اسلامي امارت په رسمیت پېژندو لپاره د روسیې له پرېکړې د ځینو هېوادونو او لوریو له هرکلي او غندنو وروسته، د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ویلي، مسکو له تروریزم او مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو پراختیا په موخه دغه ګام پورته کړی.

ضمیر کابلوف یوې روسي رسنۍ سره خبرو کې ویلي، د مسکو ارزونو ته په پام، د روسیې د ځینو اندېښنو له منځه وړلو لپاره د اسلامي امارت هڅې مثبتې دي.

«مونږ له افغانستانه د مخدره توکو قاچاق او ترهګرۍ په اړه جدي اندېښنې لرو، دا چې ومو لیده اوسنی سرپرست حکومت د دغو اندېښنو له منځه وړلو لپاره غوره هڅې ترسره کوي، مهمه مو وګڼله چې همکارۍ ورسره پراخې کړو. دغو همکاریو ته د مشروعیت ورکولو لپاره، مونږ اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده.»

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ناوخته وویلو چې د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، روسیه لومړنی هېواد دی چې اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژانده.

قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین د روسیې له دغې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي چې د مسکو دغه اقدام د روسیې هم‌نظره هېوادونه هم د اسلامي امارت په رسمیت پېژندو ته وهڅوي.

د هغه په وینا، د مسکو پرېکړې د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا لپاره لاره هواره کړې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تراوسه چین او پاکستان د روسیې له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندو په اړه مثبت غبرګون لرلی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې مائو نینګ ویلي، بیجینګ د افغانستان سرپرست حکومت سره د روسیې او نړیوالې ټولنې د تعامل له زیاتېدو هرکلی کوي.

«چین د افغانستان سرپرست حکومت او روسیې ترمنځ اړیکو کې له نوي بدلون هرکلی کوي، چین تل باور لرلی چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې څنګ ته نه کړل شي او مونږ د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت له لا ډېر تعامل څخه ملاتړ کوو او له هغوی غواړو چې افغانستان سره خپل تعامل نور هم زیات کړي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، دا موضوع یوازې د دوو خپلواکو هېوادونو ترمنځ ده او اسلام‌اباد د روسیې پرېکړې ته توجه کوي.

د سیاسي چارو کارپوهان هم په دې باور دي چې د روسیې دغه اقدام به د سیمې نورو هېوادونو لپاره هم د هم‌پالنې زمینه برابره کړي.

د سیاسي چارو دوو کارپوهانو برنا صالحي او خلیل‌ احمد نادم وویل، د نړیوالې ټولنې له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندو لپاره اړتیا ده چې سرپرست حکومت هم یو لړ ګامونه پورته کړي.

روسیه یوازینی هېواد دی چې تراوسه یې د اسلامي امارت سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلی.

چین، ازبیکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان او قزاقستان د اسلامي امارت سفیران منلي او ورسره د تعامل او نژدې اړیکو لرلو په پړاو کې دي، خو تراوسه یې په رسمیت نه دی پېژندلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام