چارواکي وايي، د چنارتو ولسوالي «شبلوغ» سیمه کې د اوبو بند رغنیزې چارې پیل شوې چې په جوړېدو سره به یې د کروندګرو زرګونه جریبه ځمکه خړوبه، اوبه مدیریت او تر یوې اندازې د وچکالي د منفي اغېزو مخه ونیول شي.
د ملي پراختیا شرکت ویاند نبيالله سلاموطندار ته وویل، یاد بند د څه باندې ۸۵۴ زره متر مکعب اوبو ذخیره کولو په ظرفیت سره د ۲۵۹ هکتاره کرنیزو ځمکو د خړوبولو وړتیا لري.
هغه وویل: «د شبلوغ بند به د ۱۶۵ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شي چې دا پیسې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ورکول کېږي.»
د اوبو او انرژۍ وزارت د مالوماتو له مخې، چنارتو ولسوالي کې د «شبلوغ» بند به په ۲۳ متره لوړوالي او ۱۵۵ متره اوږدوالي سره جوړ شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د چنارتو ولسوالي اوسېدونکي د «شبلوغ» بند پیل شویو رغنیزو چارو ته هیلهمند دي او وايي، د دغې پروژې په تطبیق سره به یې د کرنې برخه کې د کلونو ستونزې پایته ورسېږي.
عبدالغفار چې کرنیزه ځمکه یې د بند له ساحې سره نږدې ده وایي: «موږ کلونه کلونه د اوبو له کمښت سره مخ وو، که دا بند جوړ شي، زمونږ ځمکې به هر وخت خړوبې وي.»
یو بل کروندګر راز محمد هم وایي: «که بند جوړ شي، موږ ته به د غنمو، جوارو او نورو حاصلخېزو فصلونو کر ته زمینه برابره شي او له وچکالۍ به خلاص شو.»
د اقتصادي چارو کارپوهان باور لري چې د «شبلوغ» بند یوازې کرنې ته نه، بلکې محلي اقتصاد کې مثبت بدلون را منځته کولی شي.
«شبلوغ» بند د ارزګان لپاره یوه ستره پرمختیايي پروژه بلل کېږي.
که دا بند پر وخت او د کیفیت مطابق بشپړ شي، نو نه یوازې د کروندګرو زرګونه جریبه ځمکه به خړوبه کړي، بلکې د اوبو د تنظیم، اقتصادي پیاوړتیا او د خلکو د ژوند ښهوالي لامل به هم وګرځي.