Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسلامي امارت پلاوی دوو غونډو کې د ګډون لپاره قطر ته تللی

taliban-the-united-nations-has-not-acted-impartially-in-handing-over-the-seat-of-afghanistan_6563044b59287-780x470

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، عامې روغتیا او د کرنې وزارتونو یوه پلاوي له مخدره توکو سره د مبارزې د کاري ډلې درېیمه غونډه او د خصوصي سکتور د تخنیکي کمیټې دویمه ناسته کې د ګډون لپاره قطر ته سفر کړی.

د عامې روغتیا وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا دوه ورځنۍ غونډه ده او د اسلامي امارت پلاوی به دغو غونډو کې د مخدره توکو د مخنیوي او کنټرول لپاره د ګډو هڅو او د نړیوالو همکاریو پراختیا په برخه کې بحث او خبرې وکړي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت هم ویلي، د کروندګرو لپاره د بدیل کښت برابرول او د کرنې په برخه کې له خصوصي سکتور ملاتړ د دغو غونډو د بحث وړ اصلي موضوعاتو څخه دي.

د دغه وزارت ویاند غلام محمد کاظم شهامت وویل: «دغه سفر د کرنیز سکتور د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو همکاریو جلبولو، د اقتصادي فرصتونو زیاتولو او د بدیل معیشت وړاندې کولو په موخه ترسره شوی دی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له مخدره توکو سره د مبارزې د کاري ډلې دویمه غونډه افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما په کوربه‌توب د قطر پلازمینه دوحه کې جوړه شوې.

د یوناما مشرې رزوا اوتنبایوا څو اونۍ وړاندې د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډه کې د دغې ناستې د ترسره کېدو یادونه کړې وه.

اخوا د چارو یوشمېر کارپوهان وايي، له مخدره توکو سره د مبارز اړوند غونډو کې د اسلامي امارت د استازي حضور کولی شي، دغه برخه کې د پانګونو جلب او کروندګرو ته د بدیل کښت وړاندې کولو لپاره زمینه برابره کړي.

له مخدره توکو سره د مبارزې برخې کارپوه محمد ابراهیم اظهر وویل، اسلامي امارت کولی شي د بدیل معیشت پروژو عملي کولو لپاره د نړیوالې ټولنې د توجه جلبولو په برخه کې استفاده وکړي.

اسلامي امارت واک ته له بیا ځلې رسېدو وروسته، د هېواد په سطحه د هر ډول مخدره توکو په کښت او تولید بندیز ولګاوه او تېرو نژدې څلورو کلونو کې یې څو ځله له هېوادونو غوښتي چې له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام