Asset 1SWN

د اسراییل او ایران د برید ګواښونه؛ حوثیانو د تهران په پلوۍ د جګړې خبرداری ورکړی

houthi-fighters-march-yemen

وروسته له هغې چې اسراییل پر ایران او مقابل کې یې ایران سیمه کې د امریکا د اډو په نښه‌کولو ګواښ وکړ، یمن کې حوثیانو پر ایران د متحده ایالتونو او اسراییل برید په صورت کې د ‘جګړې’ خبرداری ورکړی.

نیوزویک مجلې تېره ورځ (چهارشنبه، جوزا ۲۱) ماښام مهال د حوثي ډلې یوې سرچینې په خبره ویلي، که اسراییل او امریکا پر ایران برید وکړي، نو جګړه به ټولې سیمې ته وغځيږي.

نیوزویک د حوثي سرچینې په خبره لیکلي چې: «د امریکا لخوا د هر ډول احتمالي تاوتریخوالي لپاره د چمتووالي په لوړه کچه کې یو. د ایران پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی هم خطرناک دی او ټوله سیمه به د جګړې کندې ته وغورځوي.»

دغې حوثي سرچینې امریکا ته خبرداری ورکړی چې که د دې ډلې یا ایران په نښه کولو لپاره اقدام وکړي، دا به د امریکا د خلکو په ګټه نه‌وي.

نیوزویک مجلې د حوثي سرچینې په خبره همدارنګه ویلي:

«مونږ په دوامداره توګه د چمتووالي په حالت کې یو، غزه کې د پراخېدونکې وژنې او هلته د بشري وضعیت له خرابېدو وروسته، د اسراییل پر وړاندې د خپلو عملیاتو د زیاتولو لپاره کار کوو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


پر ایران د برید په صورت کې امریکا او اسراییل ته د حوثیانو خبرداری داسې مهال دی چې رسنیو تېره ورځ چهارشنبه راپور ورکړ چې امریکا د عراق، بحرین او کویټ په ګډون د سیمې یوشمېر هېوادونو څخه خپل غیر ضروري پرسونل او د هغوی د کورنۍ غړي اېستلي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې یوه راپور کې د سرچینو په خبره ویلي، د امریکا دا اقدامات د ایران په وړاندې د اسراییلو د احتمالي برید په دلیل ترسره کیږي.

د اسراییل ۱۴ خبري رسنۍ هم راپور ورکړی چې هېواد یې ډېر ژر د ایران پر وړاندې د لویو عملیاتو د پیلولو لپاره چمتووالی نیسي.

ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي د منځني ختیځ وضعیت خطرناک شي، نو ځکه یې له ځینو سیمو د امریکايي کورنیو او ډیپلوماټانو د ایستلو اجازه ورکړې.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران به هېڅکله اټومي وسلو ته پرېنږدي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام