Asset 1SWN

سلام وطندار

د رییس‌الوزرا اختریزه وینا: د نظام کمزوري کولو لپاره باید دښمن ته موقع ور نه‌کړل شي

ملا محمد حسن اخند رییس الوزرا

د اسلامي امارت رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخند نن (شنبه، جوزا ۱۷) ارګ کې د لوی اختر تر لمانځه وروسته، د اختر مبارکۍ ترڅنګ وویل، امن او شرعي نظام د الله نعمت دی او پر علماوو لازمه ده چې د دې اسلامي نظام ساتنه او دفاع وکړي.

رییس الوزرا وويل، «سره له دې چې ستونزې شته، خو بايد ويښ واوسو، علماء او ټول افغانان بايد د اسلامي نظام د ستنو کمزوري کولو لپاره دښمن ته موقع ور نه کړي.»

هغه دېته په اشارې چې رسنۍ د اسلامي نظام لاسته راوړنې کوچنۍ منعکسوي او ناسم قضاوت کوي وويل: «بايد د اسلامي نظام د مشعل خاموشه کولو اجازه ور نه‌کړو.»

ملا محمد حسن اخند د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو لخوا پر وخت د راستنېدونکو مدیریت او هغوی ته د اوسېدو ځايونو برابرولو ته اشاره وکړه او له خطيبانو، ملا امامانو، علماوو او نورو افغانانو څخه چې د فلسطین د بېوزلو او بې دفاع خلکو غږ يې پورته کړی، مننه وکړه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه چې د اختر ورځو کې بايد پر بېوزلو کورنيو، خپلوانو او ګاونډيانو شفقت او له هغوی سره مرسته او همکاري وکړو.

رییس‌الوزرا همدارنګه له هغو افغانانو چې بهر ته تللي وغوښتل چې خپل وطن ته راشي او هغوی ته به هېڅوک زيان ونه رسوي.

د سترې محکمې مشر او قاضي القضات هم وویل، دنده او مسؤليت يو امانت دی او بايد په سمه توګه ترسره شي.

نوموړي د الهي احکامو تطبيق د اسلامي نظام مسؤليت ياد کړ او زياته يې کړه، اسلامي امارت تر اوسه پورې دغه احکام په ښه توګه تطبيق کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام