د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د افغانستان سرپرست حکومت د تُرک دولتونو سازمان غړو هېوادونو سره د ښو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی.
هغه نن (شنبه، د جوزا درېیمه) د دغه سازمان د ګډې خبرپاڼې په غبرګون کې ویلي چې افغانستان تُرک هېوادونو سره بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري.
ده زیاته کړې چې اسلامي امارت د سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې افغان خاوره به هېڅ کله د کوم هېواد پر ضد ونهکارول شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسلامي امارت ویاند د تُرک دولتونو سازمان خبرپاڼه کې ځینو مطرح شویو مواردو ته په اشاې ویلي چې ځينې مسایل د افغانستان له کورنیو موضوعاتو څخه دي چې د ولس غوښتنو ته په پام به ورته رسېدنه وشي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې د یاد سازمان غړي هېوادونه باید له افغانستان سره هراړخیزې همکارۍ پیاوړې کړي او خپلو اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو ته پراختیا ورکړي.
د تُرک دولتونو سازمان تېره ورځ جمعه د جوزا په دویمه یوه ګډه بیانیه کې افغانستان کې له بشري وضعیت اندېښنه ښوولې او د مرستو د دوام، د کنګل شویو شتمنیو ازادولو او اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل غوښتنه کړې ده.

بیانیه کې همدارنګه د افغانستان خپلواکۍ، یوالي او حاکمیت ته په درناوي ټینګار شوی او د داسې یوه ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنه یې کړې چې د دغه هېواد ټول قومونه په کې برخه ولري.
همدارنګه د بیانیې په یوه برخه کې د افغان ټرانس اورګاډي پټلۍ، د ټاپي د ګازو نللیکې، د برښنا لېږد پروژو او د لاجوردو ترانزیتي لارې په څېر د بنسټیزو پروژو پر اجرا تطبیق هم ټینګار شوی دی.



