د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر نن (پنجشنبه، جوزا لومړۍ) لغمان کې د ۶ میلیون ډالرو په ارزښت د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژې چارې پرانیستې.
ښاغلي برادر وویل، د لغمان مرکز مهترلام اړوند «بابا صیب» دښته کې د ۶ میلیون ډالرو په پانګونې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژې پرانیستل کېدل د برښنا په برخه کې ښه پرمختګ دی.
نوموړي وویل، د برښنا دغه پروژه به ۶ میاشتو کې بشپړه او ۱۰ زره کورنیو ته برښنا برابره کړي.
نومړي له پانګوالو وغوښتل چې د برښنا د تولید په برخه کې دې پانګونه وکړي او دوی به ورته هر ډول لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
عبدالغني برادر وايي: «د خوښۍ ځای دی چې د پاکې انرژۍ د توليد په برخه کې پياوړی ګام اخيستل کېږي. نن لغمان کې د لمرېزې برښنا تولید د داسې یوې پروژې پرانېستنه کوو چې له اقليمي بدلون سره په مبارزه کې اساسي رول لوبوي، د هېواد اړتیا به تر يو حده پوره کړي. دا د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو او د هېواد پر ځان بسياينې برخه کې مهم ګام دی.»
ورته مهال د افغانستان د برښنا شرکت مشر عبدالباري عمر وویل، د لغمان د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا ترڅنګ یې روان کال د ۹۰۰ میګاواټه په اندازه د برښنا پروژې ډیزاین کړي چې په پرلپسې ډول به د هیواد په مختلفو ولایتونو کې پلې کیږي.
نوموړي وویل، د برښنا شرکت به روان کال ۵۱ میلیارده افغاني لګښت کوي چې کمه برخه به یې په اداري او زیاته په انکشافي پروژو کې مصرف شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا د ۲۱ میلیارده افغانیو په ارزښت د برښنا نورې پروژې هم په پلان کې دي چې ډیر ژر به یې د کار کولو لړۍ پیل شي.
د برښنا شرکت مشر زیاته کړه: «برښنا د يوه ملت په سياسي او اقتصادي ازادۍ خونديتوب کې اساسي رول لري. زموږ موخه ولس د برښنا له نعمت څخه برخمن کول، له صنعت څخه ملاتړ او کاري فرصتونو رامنځ ته کولو لپاره زمينه برابرول دي.»
دې سره، د لغمان والي شیر احمد حقاني وویل چې د برښنا په برخه کې د خصوصي سکتور پانګونه مهمه ده او پانګوال باید په یاده برخه کې پانګونه وکړي.
هغه وویل، لغمان د کرنې له اړخه په ځان بسیا ولایت دی او د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې باید ورته لا زیاته توجه وشي.
«لغمان ولسونه د برښنا انرژۍ د تامين په برخه کې له دا ډول پراختيايي پروژو څخه هرکلی کوي. د برښنا توليد ۱۰ مېګاواټه دا پروژه به د برښنا برخه کې د لغمان ولايت اړتياوې پوره کړي.»
د افغانستان برښنا شرکت د عملیاتي چارو رییس صفيالله احمدزي وویل، دامهال د افغانستان ۸۰ سلنه برښنا وارداتي ده چې وخت ناوخت د تخنیکي ستونزو له امله پرې کیږي.
د هغه په وینا، د افغانستان برښنا ریاست عملیاتي ټيم کار کوي چې د وارداتي برښنا ترڅنګ په کوردننه برښنا منظمه او شته ستونزې حل شي.



