د انګلستان د اېفاې کپ فوټبال لیګ په پایلوبه کې کرېستال پالاس لوبډلې منچسټر سیټي ته ۱-۰ په پایلې سره ماته ورکړه او په خپل تاریخ کې یې، د لومړي ځل لپاره د یاد جام اتلولي وګټله.
کرېستال پالاس له دې وړاندې دوه ځلې له منچسټرسیټي سره د یاد جام پایلوبې ته وتلې وه، خو دواړه ځلې د سیټي پروړاندې له ماتې سره مخ شوې وه.
د کرېستال پالاس لپاره په دغه لوبه کې اېبرچي اېزي د سیالي په ۱۶مه دقیقه کې ګولوهنه وکړه او په همدې یوه ګول یې، بریا خپله کړه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
منچسترسیټي لوبډلې که څه هم دغه جام ۷ ځلې ګټلی، خو بېګاه یې، د کرېستال پالاس پروړاندې هڅې بېپایلې وې او د دویم پرلهپسې کال لپاره یې، دغه جام له لاسه ورکړ.
کرېستال پالاس که څه هم دغه اتلولي وګټله، خو د منچسترسیتي لوبډلې پر وړاندې کمزورې لوبډله بلل کېږي.