Asset 1SWN

د پاکستان او هند جګړه؛ پاکستان کې له ۱۴۰ زیاتې الوتنې لغوه شوي

پاکستان الوتنې

د هند او پاکستان ترمنځ د جګړو په دوام، تېره ورځ پنجشنبه پاکستان کې ۱۴۹ الوتنې لغوه شوې دي.

د راپورونو پراساس، ۴۲ الوتنې له اسلام‌اباد هوايي ډګر، ۳۶ له لاهور، ۳۴ له کراچۍ، ۱۱ له سیالکوټ، ۸ له پېښور او ملتان، ۶ له فیصل‌اباد او ۴ هم له کویټې هوايي ډګر څخه لغوه شوي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې که څه هم په ټولو هوايي ډګرونو عملیاتي چارې پیل شوي، خو لوژستیکي او اداري ننګونې د الوتنو مهالویش اغیزمنوي.

دې سره، د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي، د هند او پاکستان جګړه متحده ایالتونو پورې اړه نه‌لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


رویټرز خبري اژانس د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس په خبره راپور ورکړی چې واشنګټن نه‌شي کولی دغه دوه اټومي وسلې لرونکي هېوادونه کنټرول کړي.

هغه سره له دې چې ویلي، د پاکستان او هند جګړه امریکا پورې اړه نه‌لري، خو له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې نښتې کمې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام