Asset 1SWN

د لوګر-کابل ترمنځ د «ملي بس موټرو» تګ‌راتګ پيل شول

5a9c3b3f-fb79-4056-98f4-b4f3e6a0a26f

د لوګر محلي مسوولان وایي چې دغه ولایت کې د «ملي بس شرکت» خدمات له لس کلن ځنډ وروسته بېرته پيل شول.

د لوګر ولایت مقام کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، د ملي بس خدماتو پیل د یاد ولایت ولسونو لپاره یو ښه زیری او د دغه ولایت اوسېدونکو ته پکار ده چې پلازمېنې کابل ته د تګ‌راتګ پر مهال له ملي بس موټرو څخه ګټه واخلي.

هغه وویل، ملي بس ټرانسپورتي شرکت هم باید د ولس په غوښتنه او له وخت سره برابر ټرانسپورتي خدمات ولس ته برابر کړي.

بل‌خوا د لوګر د  ټرانسپورت مدیر مولوي محمدعمر روحاني وویل، ملي بس ټرانسپورتي شرکت به له اصولو سره سم د دغه ولایت اسېدونکو ته خدمات وړاندې کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي وویل، د ټرانسپورت په برخه کې د تېرو درېوو کلونو را په دېخوا لوګر کې پراخ پرمختګونه رامنځته شوي او هڅه روانه ده چې د ټرانسپورت وزارت د اصولو له مخې، ټرانسپورت برخې ته پراختیا ورکړي.

همدارنګه لوګر کې د ملي بس شرکت مسوول الهام‌الدین وویل، وروسته له لسو کلونو د لوګر-کابل ترمنځ د ملي بس خدمات بېرته پيل شول چې هره ورخ به څلور ملي بسونه په دغه لویه لاره سپرلۍ لېږدوي.

د لوګر ولایت یوه اوسېدونکي نعمت‌الله سلام‌وطندار ته وویل، د ملي بس شرکت خدماتو پیل ښه خبر ده، خو په وینا یې، هغه موټر چې اوس یې ملي بس شرکت د سپرلیو د لېږد-رالېږد لپاره ترې ګټه اخلي، له کاره لوېدلي دي.

نوموړی زیاتوي، اړتیا ده چې یاد شرکت له بهر څخه معیاري او له اوسني وخت سره برابر موټر را وارد او ترې ګټه واخلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام