د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي وايي چې اوکرایني ځواکونو په ختیځ اوکراین کې دوه چینایان چې د روسیې لپاره جنګېدل، نیولي دي.
زېلېنسکي پر خپله اېکسپاڼه د یوه چینايي سرتېري ویډیو خپره کړې او ورسره یې، لیکلي، کېیف معلومات لري چې جګړه کې نور چینايان هم پر جګړه بوخت او ښکېل دي.
چین د روسیې نږدې ملګری هېواد بلل کېږي، خو تراوسه په ښکاره توګه د اوکراین پروړاندې جګړه کې په مستقیمه توګه ښکېل نهپېژندل کېږي.
هغه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په اشارې سره لیکلي: «د روسیې له لوري د چین او نورو هېوادونو سره یوځای په مستقیم یا غیرمستقیم توګه د اروپا په دې جګړه کې ښکېلتیا یو روښانه اشاره ده چې پوتین د جګړې پای ته رسولو پرځای، د بل څه اراده لري.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
چین تراوسه د اوکرایني سرتېرو له لوري د دوو چینایانو د نیولو په تړاو څه نهدي ویلي.
روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبروري له برید راهیسې د ایران ډرونونه او همدارنګه د شمالي کوریا توغندي او توپخانې کارولي دي.
کیف دا هم وايي چې د پیونګ یانګ سرتیري د روسیې د لوېدیځې کرسک سیمې په ځینو برخو کې د اوکرایني ځواکونو سره د مبارزې لپاره ځای پر ځای شوي دي.