وحیدالله وحدت
چارواکو د یکشنبې په ورځ د (کب پنځمه) د دغه مرکز د ګټې اخیستو مراسمو ته وویل، دغه روغتیايي مرکز کې به د ډنډ ولسوالي ۳۵ زره اوسېدونکو ته روغتیايي خدمات وړاندې شي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال عزیزالرحمان وايي، د کندهار د ډنډ ولسوالي «کرز» کلي کې نوی جوړ شوی روغتیایي مرکز د قطر د سرې میاشتې ټولنې په مالي مرسته جوړ شوی او د دې ولسوالي ۳۵ زره اوسېدونکو ته به روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
ده وویل، په دغه روغتیایي مرکز ۶.۳ میلیون افغانۍ لګښت راغلی او ۱۸ میاشتو کې جوړ شوی. د هغه په وینا، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیایي او بشري مرستو برابرول د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې ټولنې رییس حسین بوتاني هم وویل، افغانانو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
ده وویل: “ډنډ ولسوالي کې دغه پروژه د افغاني سرې میاشتې ټولنې، د عامې روغتیا وزارت او د کندهار د مسوولانو له لوري په ګډه بشپړه شوې. موږ به د روغتیایي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو. ډېرې لرې پرتې سیمې د ګڼ نفوس له امله روغتیایي خدمتونو ته جدي اړتیا لري، نو سرې میاشتې ورته ځانګړې پاملرنه کوي.”
د کندهار د روغتیا ریاست مرستیال محمد جناح ابراهیمي وویل، ډنډ ولسوالي کې نوی جوړ شوی روغتیایي مرکز به د داخله ناروغیو، مور او ماشوم، تغذیې، واکسین او روغتیایي پوهاوي په برخو کې وړیا خدمتونه وړاندې کړي.
دی وايي: “دا مهم روغتیایي مرکز دی چې د خلکو د اساسي اړتیاوو له مخې جوړ شوی. روغتیایي خدمات د هر وګړي مسلم حق دی او موږ هڅه کوو چې دا خدمات لا پراخ کړو.”
د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې وړاندې یې د اقتصادي ستونزو له امله د درملنې لپاره کندهار ښار ته تګ راتګ ګران و، خو اوس به د دې روغتیایي مرکز په اساس ورته د درملنې اسانتیاوې برابرې شي.



