سلاموطندار د نسايي-ولادي څانګې له ۸ متخصصانو او ۳۰ هغو مېرمنو سره مرکې کړي چې د امېندوارۍ دوره یې تېره کړې ده. د دغو مرکو موندنې ښيي چې د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا برخه کې فعال بنسټونه نهدي توانېدلي چې په بشپړه توګه د افغان امېندواره مېرمنو ننګونو ته ځواب ووايي.
د نسايي-ولادي څانګې متخصصان که څه هم دغه پروګرامونه ګټور بولي، خو باور لري چې د میندو مړینې، د معلول زېږېدليو ماشومانو او د هغو ناروغانو شمېر ته په کتو چې روغتیايي مرکزونو ته ورځي، یاد بنسټونه ټولو افغان مېرمنو ته خدمتونه نهدي رسولي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه، دغه ټولې متخصصانې مني چې هېواد کې افغان مېرمنو ته رسېدونکي روغتیايي خدمتونه کم دي او وايي، دا ننګونې په ولایتونو او د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې لا ډېرې دي.
د نسايي-ولادي څانګې ډاکټره سحر بزرګمهر وايي: «میندې اوس هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، په تېره هغه میندې چې کلیو کې دي؛ ښځینه روغتیایي او مسلکي کارکوونکې کمې دي او په ځینو کې بېخي نشته. میندې لازمو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري او د میندو د مړینې کچه لوړه ده.»
د نسايي-ولادي څانګې یوه بله متخصصه فریده رها وايي: «میندې ان نه پوهېږي چې څنګه د دوو ماشومانو ترمنځ ځنډ راولي؛ ان د ماشوم د تغذیې او روزنې په اړه نه پوهېږي. څرنګه چې باید عامه پوهاوی وشي، اوس مې نهدی لیدلی. یوازې مړینه نهده، هغه معیوبیتونه دي چې د میندو د نه پوهاوي له کبله را منځته کېږي. زما وړاندیز دا دی چې د روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان باید په لرې پرتو سیمو کې متخصص کسان وګوماري، څو لازم عامه پوهاوی ورکړل شي او د میندو د مړینې او معلولیت کچه کمه شي.»
دغه متخصصان ټینګار کوي چې د میندو ناروغي یا مړینه د هغو د ماشومانو پر روغتیايي وضعیت، د ژوند شرایطو او روحي وضعیت منفي اغېزې وکړي. دوی وايي، امېندواره میندې باید په منظم ډول ډاکټرانو ته ورشي او سپارښتنه کوي چې میندې باید په یاده دوره کې د کورنۍ، په تېره خاوندانو بشپړ ملاتړ ولري.
د نسايي-ولادي څانګې متخصصه پروین زاهد عزیز وايي: «له امېندوارۍ مخکې باید ډاکټر ته ورشي او هغه سپارښتنې عملي کړي چې ډاکټران یې ورته کوي. له امېندوارۍ درې میاشتې مخکې باید د سالمو خوړو او ویټامینونو خوراک پیل کړي، څو خپل او د جنین سلامتیا وساتي. د چاپېریال له ناسمو موادو ځان وساتي؛ خپل وزن وساتي او له روحي او اروايي اړخه په ښه وضعیت کې واوسېږي.»
بلهخوا د بېپولې ډاکټرانو سازمان سلاموطندار ته په یوه لېږلي متني پیغام کې لیکلي چې د افغانستان د عامې روغتیا سېسټم په بېسارې توګه د سرچینو له کموالي سره مخ دی او د ښځو وضعیت ته رسېدنه نهشي کولای. د دغه سازمان په وینا، ناروغان، په تېره ښځې او ماشومان ډېر کله په ځنډ روغتیايي مرکزونو ته رسېږي او ستونزې یې لا پېچلې کېږي.
دغه سازمان ټینګار کوي د افغانستان د روغتیا، په تېره نسايي-ولادي او ماشومانو برخو کې د ښځینه کارکوونکو کموالی هم هغه لاملونه دي چې روغتیايي سېسټم یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
د بامیان او هرات لپاره د بېپولې ډاکټرانو سازمان د طبي خدمتونو همغږېکوونکې ژولي پاکیرو سلاموطندار ته په یوه لېږلي پیغام کې لیکلي: «افغانستان کې اقتصادي ستونزو، محدودیتونو او زدهکړو او کار ته د ښځو نه لاسرسي د هغوی وضعیت له ستونزو سره مخامخ کړی دی. موږ پوهېږو چې افغانستان کې شته روغتیايي کارکوونکي بسنه نه کوي؛ دغه کار د افغانستان پر روغتیايي خدمتونو اغېز کوي؛ ځکه د نسايي-ولادي او ځینې وخت د ماشومان برخې د ښځو لپاره ځانګړی ځای وي.»
د سلاموطندار موندنې ښيي چې د افغانستان په لویو ښارونو کې هم یوشمېر امېندواره ښځې د عامه پوهاوي نه لرلو او روغتیايي خدمتونو ته د لږ لاسرسي له کبله ستونزو سره مخامخ شوې دي.
د تخار اوسېدونکې ذکیه وايي: «کله مې چې د زېږون وخت را نږدې کېږي، د حیوان پر سر کلینیک ته ځم او کله چې هلته رسېږم، د وینې بهېدل راته پیدا شي؛ څو ماشومان مې له لاسه ورکړي، یو ماشوم مې پر لارې وزېږېد او ومړ.»
د کابل اوسېدونکې پلوشه هم وايي: «دا مې دویم ځل دی چې امېندواره شوې یم. له دې مخکې مې هم د بډوډو او مثانې ستونزه لرله، خو ډاکټر نه یم ورغلې.»
د بامیان اوسېدونکې فرزانه بیا وايي: «دا چې روغتیايي مرکزونو ته مې لاسرسی نه درلود او قوي مواد مې نه لرل، پر خوارځواکۍ اخته شوم.»
په همدې حال کې د ښځو حقونو فعاله حسنا رووفي باور لري چې له روغتیايي حقونو د ښځو لرېوالی لامل کېږي چې هغوی په ټولنه کې ګټور رول ونه لوبوي او دا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا پسې سختوي.
د حقوقي چارو شنونکي بیا روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی د هر هېواد د وګړو لومړنی حق بولي او ټینګار کوي چې ښځو ته دغه حق ورکړل شي. د دوی په وینا، سالمې مېرمنې د یوې سالمې کورنۍ بنسټ دی او ناسالمه کورنۍ د ناسالمې ټولنې جوړېدو ته لاره هواروي.
د حقوقي چارو شنونکی محمد رحیمي وايي: «د هر انسان حق دی، ښځه او نارینه نه غواړي. ښځې هم هغه حقوق لري چې نارینه یې لري. روغتیا او سلامتیا د ښځې طبیعي حق دی؛ یوه مېرمنه ناروغېږي؛ امېندواره کېږي؛ یوه ښځه د خپل ښځتوب بېلابېلې ستونزې لري او باید داسې ځای وي چې ستونزې یې حل کړي. که داسې ځای نه وي، د هغو لومړنی او انساني حق تر پښو لاندې کېږي.»
ومو غوښتل چې په دې اړه د عامې روغتیا وزارت نظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدو.
ښځې داسې مهال له روغتیايي ننګونو او روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي سر ټکوي چې د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، اروپايي ټولنې په ۲۰۲۴ کال کې ۱۶ میلیونه یورو د روغتیا نړیوال سازمان، ۱۵ میلیونه یورو یې د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق ته ځانګړې کړي، څو په روغتیايي، په تېره د میندو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو پر روغتیايي خدمتونو یې ولګوي.
د راپورونو پر بنسټ، په افغانستان کې د میندو، تازه زېږېدلیو او لږ لویو ماشومانو د مړینې کچه په نړۍ کې لوړ ځای لري او په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د امېندوارۍ او زېږون له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.