Asset 1SWN

سلام وطندار

ستانکزی: هېوادونه دې د افغانستان پروړاندې مثبته تګ‌لاره غوره کړي

Stanikzai

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونو څخه غواړي چې د افغانستان په اړه مثبته پالیسي غوره کړي.

ستانکزي دغه څرګندونې نن (یکشنبه د لړم ۲۷مه) په کابل کې د غوره نوښتونو د ملي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې هېوادونه په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې د امریکا په مشري د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې یې ۲۰ کاله افغانستان کې پوځي حضور درلود، د افغانستان په پرمختګ او ثبات کې ونډه واخلي.

هغه وویل: «د سیمې له هېوادونو غواړم چې د افغانستان پر وړاندې مثبت دریځ ولري او ثبات لپاره مثبت رول ولوبوي.»

په همدې حال کې یوشمېر کارپوهان د هېوادونو په تېره د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو تېرو کړنو ته په کتو په دې باور دي چې ګڼ‌شمېر ګاونډي هېوادونه د افغانستان په اړه مثبته پالیسي نه‌لري.

دغه کارپوهان ټینګار کوي چې د افغانستان نور منزوي کېدل، به د دغو هېوادونو لپاره هم منفي پایلې ولري.

د سیاسي چارو کارپوه محمدزلمي افغانیار پوپل سلام‌وطندر ته وویل: «که هېوادونه افغانستان انزوا سره مخ کوي او افغانستان ته ستونزې جوړوي، د دې پر ځای چې موږ زیان وکړو، دوی تاوان کوي. خو وینو چې د هېوادونو تحریکاتو کوم لور ته روان دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سرپرست حکومت په داسې حال کې له هېوادونو غواړي چې د افغانستان په اړه مثبته تګ‌لاره ولري چې لاهم کوم هېواد اوسنی حکومت په رسمیت‌ نه‌دی پېژندلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام