Asset 1SWN

هند: افغانانو ته به د ویزو برخه کې اسانتیاوې زیاتې شي

GbwWighXcBEmNgB

د هند ځانګړي استازي جي‌پي‌ سېنګ د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدنه کې ژمنه کړې چې افغانانانو ته به د هند د ویزو برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او هند ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو او د خلکو ترمنځ د تګ او راتګ په اړه هم بحث او خبرې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیوچارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې امیرخان متقي دې کتنه کې افغان سوداګرو ته د هند د ویزو ورکړې برخه کې د اسانتیاوو د زیاتېدو غوښتنه کړې.

هغه لیکلي: «مولوي امیرخان متقي ټینګار وکړ چې د سوداګریزو اړیکو د لاپراختیا لپاره باید افغان وګړو ته، په ځانګړې توګه سوداګرو ته د هند د ویزو ورکولو کې اسانتیاوې لا زیاتې شي. همداراز د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د هند له بشري مرستو مننه وکړه او پراختیايي برخه کې یې د هند ژمنې هیله‌بښونکې وبللې.»

د افغانستان لپاره د هند جمهوریت ځانګړي استازي جي‌پي‌‌سېنګ ټينګار کړی چې هند ته له افغانستان سره اړیکې ورته مهمې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونو سره د چابهار بندر په اړه تړاو د تخنیکي پلاویو ترمنځ د خبرو پیل ترڅنګ ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام