Asset 1SWN

سلام وطندار

په تیارو کې ژوند؛ د هغو ښځو کیسه چې خپله بې‌سوادي ړوندوالی بولي

afghan-women-12-qf20xpv14fe4ucho0siu5cdynftp40rlns97w00waw

سلام‌وطندار له ۳۰ بې‌سواده مېرمنو سره مرکې کړې دي. د دغو مرکو موندنې ښيي چې یادې ښځې د بېلابېلو لاملونو له کبله بې‌سواده پاتې شوې دي. د دغو ښځو له ډلې دیارلسو یې کورني محدودیتونه، نهو یې اقتصادي ستونزې او شپږو نورو د لازمو شرایطو نه برابروالی او جګړه د خپلې بې‌سوادۍ لاملونه ښودلي دي. دوو نورو بیا هېڅ کوم لامل نه‌دی په ګوته کړی.

د دغو مېرمنو له ډلې ۲۷ یې ویلي چې هېڅ لیک او لوست نه‌شي کولای، خو درې نورې یې وايي چې څه‌ناڅه لیک او لوست کولای شي. دا مېرمنې وايي، بې‌سوادۍ یې د ژوند پر بېلابېلو برخو منفي اغېز کړی او په ورځني ژوند کې یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پنځه‌ویشت کلنه ګل‌بي‌بي چې د فاریاب اوسېدونکې ده وايي، کورني محدودیتونه یې لامل شوي چې بې‌سواده پاتې شي. هغه زیاتوي: «کورنۍ مې اجازه را نه‌کړه چې خپلو زده‌کړو ته ورسېږم؛ ډېره علاقه مې لرله. هغه شرایط مې چې کورنۍ لرل، نه یې غوښتل چې لوڼې یې ښوونځي ته ولاړې شي، درس ووايي او نامحرم یې وویني.»

۳۶کلنه نسیمه بیا د کابل اوسېدونکې ده. هغه هم کورني محدودیتونه د خپلې بې‌سوادۍ لامل بولي او وايي: «پلار مې نه پرېښودم؛ بدخویه و؛ ویل به یې چې نجلۍ درس څه کوي، باید په کور کې وي، پخلی وکړي، پر تناره ډوډۍ پخه کړي؛ درس ته یې پرېنښودم. زه اوس بې‌سواده یم او له کورنۍ او بچیانو سره هېڅ مرسته نه‌شم کولای.»

همدارنګه، په دغه راپور کې له ۳۰ ښځو سره مرکې شوي چې نهو هغو یې اقتصادي ستونزې د خپلې بې‌سوادۍ لامل بللې دي. عاتیکه چې د بامیان اوسېدونکې ده او ۲۵ کاله عمر لري، وايي: «اقتصادي وضعیت مو ښه نه و؛ زه د کورنۍ مشر اولاد وم؛ پلار مې بزګري کوله او څو پسونه یې هم اخیستي وو. نور څوک نه وو، ما شپني کوله؛ تر ۱۲ او ۱۳ کلنۍ پورې مې له پلار سره بزګري هم کوله؛ نو ځکه بې‌سواده پاتې شوم.»

پنځه‌ویشت کلنه زلیخا هم وايي: «د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله ونه توانېدم چې ښوونځي ته ولاړ شم؛ کورنۍ مې بې‌وزله وه او زده‌کړې مې ونه شوای کړای. کورنۍ مې غوښتل چې زده‌کړې وکړم، ما هم غوښتل، خو د اقتصادي ستونزو له کبله ونه توانېدم چې درس ووایم.»

شپږ نورې ښځې وايي چې ناامني، ناسم شرایط او کورنۍ جګړې لامل شوې چې کورنیو یې په ښوونځي کې نه وې شاملې کړې او بې‌سواده پاتې شوې.

۳۱کلنه مرضیه وايي: «جګړې وې، کورنۍ به مې سخت‌ګیري کوله او ویل به یې چې هره ورځ ښوونځي ته ځې، د ښوونځي منځ کې ځانمرګی کېږي؛ ویل یې نور ښوونځي ته مه ځه؛ ځکه ولاړم نه.» ۳۸کلنه ملالۍ هم وايي: «پلار مې په ماشومتوب کې زده‌کړو ته پرېنښودم؛ ځکه هغه مهال وضعیت ناامن و.»

دا ښځې وايي چې بې‌سوادۍ یې پر ژوند بېلابېلې منفي اغېزې کړې دي. ۲۷کلنه فریده او ۵۲کلنه ماه‌ګل وايي، دا چې سواد نه‌لري، فکر کوي چې ړندې دي. د دوی په وینا، بې‌سوادي یې لامل شوې چې په ورځني ژوند کې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.

فریده وايي: «روغتون ته ځم؛ کلینیک ته ځم؛ لوحه نه‌شم لوستلی؛ د ډاکټر په نوم نه پوهېږم. کله چې د پېر لپاره هټۍ او بازار ته ځم، ډېره راته ګرانه وي؛ پیسې نه‌شم شمېرلی. له ماشومانو سره په کورنۍ دنده کې مرسته نه‌شم کولای.»

ماه‌ګل هم وايي: «روغتون ته ځم؛ نه پوهېږم چې کومه څانګه ده. له سړک نه تېرېږم، لوحې وینم، خو لوستلی یې نه‌شم؛ له نورو پوښتنه کوم چې څنګه ویل کېږي. بې‌سواد ړوند دی.»

د ښوونې او روزنې چارو شنونکي په ټولنه کې د سواد رول مهم بولي او وايي، باسواده ښځې باخبرې، متدینې او پرمختللې ټولنې ته لاره هواروي او ټولنیز ارزښتونه پیاوړي کوي.

د ښوونې او روزنې برخې شنونکی جمال‌الدین سلېماني وايي: «په یوه ټولنه کې چې څومره باسواده ښځې ډېرې وي، هماغومره به باخبره، متدینه او پرمختللې ټولنه ولرو. لږترلږه باید لومړنۍ زده‌کړې چې لیک او لوست دی، وکړي.»

د ټولنیزو چارو شنونکي هم د ښځو او نجونو د سواد پر ارزښت ټینګار کوي او وايي، باسواده ښځې باسواده ټولنې ته لاره هواروي. د ټولنیزو چارو شنونکی شعیب احمدي وايي: «کله چې ښځې زده‌کړې ونه کړي او بې‌سواده پاتې شي، نوی نسل چې نوې ټولنې جوړوي، نه‌شي یې روزلی.»

دیني عالمان هم ټینګار کوي چې له اسلامي ارزښتونو سره سم د غوره‌والي معیار علم دی او د اسلام دین کې په ټولیز ډول پر ښځینه او نارینه باندې د علم زده‌کړه فرض ده.

دیني عالم عطاالحق انس وايي: «عالم غوره دی او علم ښه‌والی دی. د قرآنکریم په ایتونو کې د ټولنیز غوره‌والي معیار علم دی. هغلته چې خدای ج وايي، زه به د ځینو ستاسو درجې پر ځینو نورو هغو لوړې کړم. الله ج وايي، هغوی چې پوهېږي او هغوی چې نه پوهېږي، یو له بل سره برابر نه‌دي. په اسلام کې د علم حکم عام راغلی او زده‌کړه یې پر ټولو، هم پر مسلمان ښځینه او هم مسلمان نارینه یو ډول دی.»

یو حقوق‌پوه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې ولیکل شي وايي، اوس په افغانستان کې کوم قانون نشته، څو پر بنسټ یې ښځو ته د سواد حق ورکړل شي، خو د تېر قانون د ۴۳مې مادې پر بنسټ، خلکو ته د سواد حق ورکړل شوی او هېچا یې ترې د اخیستو حق نه‌ نه درلود.

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر وايي، دغه وزارت په کابل او ولایتونو کې د علم د ارزښت په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی او د جوماتونو خطیبانو ته یې هم ویلي چې په دې اړه خبرې وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

موږ هڅه وکړه چې د خلکو له لوري د «لوڼې مو ښوونځي کې شامل کړئ» کمپاین په اړه د پوهنې وزارت نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو. همداشان مو ښځو ته د سواد زده‌کړې پروګرامونو جوړولو په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت نظر ترلاسه نه شوای کړای.

افغانې ښځې داسې مهال له زده‌کړو څخه د لرې پاتې کېدو په اړه شکایت کوي چې هېواد کې له وروستي سیاسي بدلون وروسته له شپږم ټولګي د پورته نجونو، د پوهنتون زده‌کړیالانو او د ښوونیزو کورسونو د زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز لګېدلی دی.

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو ویلي چې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر زده‌کړو د سرپرست حکومت بندیز ۱،۴ میلیونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام