Asset 1SWN

سلام وطندار

زابل کې خپلواک لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله

ce2e8e9f-577d-4fa4-aa99-64be56ce47ae

زابل کې د کرېکټ بورډ اړوند د کورني کرېکټ څانګې له لوري د پیل شویو یو ورځنیو سیالیو اتلولي، خپلواک لوبډلې وګټله.

په دې یو ورځنیو سیالیو کې ۱۵ لوبډلو ګډون درلود چې ۷۵ ورځې یې دوام وکړ او ټولې په‌کې ۴۱ لوبې وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ټورنمنټ پای‌لوبې ته د خپلواک او همراه لوبډلي وتلې وې چې په پایله کې خپلواک لوبډلې بریا خپله کړه.

د زابل کرېکټ امریت مسوولان وايي، له دې سیالیو څخه يې موخه  په مسلکي توګه د لوبغاړو  روزل او ۲۰۲۵ کال لپاره د وزیرمحمداکبرخان دویمه درجه سیالیو ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي .

د زابل کرېکټ امر محبوب محبت وايي:«دغه سیالۍ چي د زابل کرېکټ امریت له لوري ترسره شوې، د زابل مرکز کلات او ولسوالیو څخه ۱۵ لوبډلو په‌کې ګډون کړی وو. دا ټولې ۴۱ پنځوس اوره لوبي په‌کې ترسره شوې.»

د یادو سیالیو یوشمېر لوبغاړي دغه لوبې ګټورې بولي او په وینا، د یاد ولایت د کرېکټ امریت دې ورته سیالي ډېرې کړي. دوی خوښ دي چي په ترسره شویو کرېک سیالیو کي ټولي اسانتیاوي پام کي ورته نیول شوي وې

د کرېکټ لوبغاړي محمدامین وویل: «دغه ډول لوبې ډېرې مهمې دي، باید ټول لوبغاړي په دې ډول لوبو کي ونډه واخلي. دا ډول سیالۍ موږ مخکې هم کړي، دا سیالۍ زموږ لپاره ډېر مهم دي، څو موږ ښه تجربه ترلاسه کړو.»

یوه بل لوبغاړي نثالله هم وویل: «کومې سیالۍ چې تېرې شوې، دا ډېرې ښې سیالۍ وې؛ موږ ډېر څه پهکې ترلاسه کړل. زموږ له کرېکټ بورډ څخه دا غوښتنه ده چې داسې نورې سیالۍ هم په لاره واچوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان کرېکټ بورډ هر کال د کورني کرېکټ پیاوړتیا او د غوره لوبغاړو پېژندنې په موخه ولایتونو کې د کرېکټ امریتونو پرمټ ورته سیالي جوړوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام