د غزني امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې د دوو کسانو ژوند اخیستی دی. دا پېښه پرون (د وږي پنځلسمه، پنجشنبه) د غزني د مرکز اړوند د روضې کوتل سره شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي سلاموطندار ته ویلي چې یو کرولا ډوله موټر پرون ماسپښین له یوې نظامي رېنجرې سره ټکر کړی او له کبله یې د ا.ا یو غړی او یو بل کس مړه شوي دي.
د روضې کوتل د کابل-کندهار پر لویې لارې هغه سیمه ده چې وختناوخت پهکې ټرافیکي پېښې کېږي. په وروستي ځل، د تېرې جمعې په ورځ هم یو ځوان په دغه کوتل کې د موټر رغړېدلیو پېښه کې مړ شوی و.