Asset 1SWN

د رغنیزو پروژو ساتنې ته نه‌پام؛ لښکرګاه ښاروالي: اړ یوو یوه پروژه څو ځلې پلې کړو

هلمند

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې هر کال ګڼې رغنیزې پروژې پلې کېږي چې د یاد ښار د اوسېدونکو د نه‌پاملرنې له امله بېرته ورانېږي.

د لښکرګاه ښاروالي مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې د میلیونونو افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کوي، خو په وینا یې، د یوشمېر ښاریانو د نه‌پاملرنې په دلیل د ښار ډېری رغول شوې برخې تر لنډې مودې وروسته بیرته خرابېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی د لښکرګاه له ښاریانو غواړي چې د تطبیق شویو پروژو او عامه ځایونو ساتنې ته جدي پام وکړي.

د لښګرګاه ښاروالي د عامه اړیکو مسوول محمدطاهر ابشار وویل: «دا پیسې موږ له ښاریانو څخه راټولو موږ ته له کومي بلې‌خوا بودیجه نه‌راځي، که ښاریان د پلي شویو پروژو او عامه تاسیساتو پام ونه ساتي، دا معلومداره خبره ده چې له یوکال څخه تر بل کال پوري به موږ ښاري انکشاف ونه‌لرو او موږ به مجبور یوو چې یوه پروژه بیا څو ځلې تطبیق کړو.»

ورته مهال لښکرګاه ښار کې یوشمېر هټیوال بیا د ښاري فرهنګ مراعتول او د ښار ساتنه د هر ښار مېشتي مسوولیت بولي. د دوی په خبره، ولسي وګړي باید د خپل کور په څېر د ښار ساتنې او پالنې ته پام وکړي او دې برخه کې خپله ونډه ترسره کړي.

لښکرګاه ښار کې هټۍ‌وال جان‌اغا وویل: «دوکانداران باید خپل د هټیو مخ بې‌ځايې اب‌پاشي نه‌کړي، ځکه زیان يې عام سړکونو ته اوړي، کوم څوک چې خوراکي توکي استعمالوي، باید اضافه توکي يې د ښار عامه چریو ته وانه چوي، اشغال دانۍ ته يې ورواچوي.»

محمدزمان سلام‌وطندار ته وویل: «ښاروالي چې کوم مصارف کوي، ټول زما او ستا څخه اخیستل کېږي، ښاریان چې څنګه د خپل کور ساتنه او پالنه کوي، باید د ښار هم همداسې پام وساتي.»

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان سره له دې چې وايي، د شنو ساحو د ساتنې او د ښاري فرهنګ مراعتولو په پار يې د رسنیو له لارې ولسي وګړو ته عامه پوهاوی ورکړی، خو ډاډ ورکوي چې دې برخه کې به هڅې نورې هم پراخې او ګړندۍ کړي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمدوحدت وویل: «پدې برخه کي موږ د رسنیو دلاري د عامه پوهاوي په موخه خبرتیاوي نشر کړي، ترڅو ولسونه د ګل دانونو، سړکونو او نورو عامه ځایونو څخه ساتنه وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هلمند د لښکرګاه ښاروالي د معلوماتو له مخي، تېرکال لښکرګاه ښار کې د ۱۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۷ رغنیزې پروژې پلې شوي او ټاکل شوې سږکال د ۸۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۱۴ نورې رغنیزې پروژې هم پلي شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام