Asset 1SWN

کابل کې د «افغانستان اقتصادي پرمختګ» نندارتون پای ته ورسېد

exhibition 1

په کابل کې د افغانستان اقتصادي پرمختګ او بریا  څلور ورځني نندارتون په وروستۍ ورځ یوشمېر سوداګرو د خپلو تولیداتو د خرڅلاو لپاره د بازارموندنې برخه کې د دا ډول نندارتونونو جوړول ګټور وبلل.

همایون عزیزي چې خپل محصولات یې، د خرڅلاو لپاره دې ننداتون کې اېښي، وايي: «خلک دلته راځي او زموږ محصولات ټسټوي، خوند یې ګوري او په تخفیف سره یې، اخلي؛ دا لامل کېږي چې خلک پوه شي چې دا د افغانستان تولیدات دي. ډېرو سره دا فکر وه چې دا به بهرني محصولات وي، خو له نېکه‌مرغه چې افغانستان اوس کورني تولیدات لري.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نرګس رجبي چې په دغه نندارتون کې یې د خپل شرکت لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي، د دغه نندارتون جوړېدل د خپلې سوداګرۍ د ودې لپاره اغېزمن بولي. «موږ دا نندارتون ډېر ګټور بولوو، د بېلګې په توګه، موږ وکولای شو چې ډونرانو، هټۍ‌‌والو او پرچون‌پلورونکو سره هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړو چې محصولات مو ولایتونو او حتا بهر ته صادر شي.»

په همدې حال کې د دغه نندارتون يو شمېرګډونوالو له خلکو وغوښتل چې د خپل هېواد له تولیداتو استفاده وکړي. د نندارتون یوه ګډونوال محمدفایق وویل: «که امکان وي، له وطني ساخت او وطني لاسي صنایعو ګټه واخلو، څو خلک وزګاره نه‌شي او هم د هېواد اقتصاد وده وکړي.»

خو د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او بريا نندارتون مسو ولان وايي، په تېرو څلورو ورځو کې شاوخوا ٨٠ زره کسانو له دغه نندارتونه لېدنه کړې ده. دغه‌راز، د نندارتون جوړونکی فريد نادري وايي، په یاد نندارتون کې د څه باندې څلور ميليونه افغانيو په ارزښت له ۱۰ تر ۱۵ هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک شول.

هغه وویل: «دې نندارتون کې شاوخوا کوچني او لوی له ۱۰ تر ۱۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي چې ارزښت یې، څلور تر ۵ میلیونه افغانیو ته رسېږي. راتلونکي پروګرام کې به خلک د افغانستان له تولیداتو سره ډېر اشنا شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په دغه نندارتون کې د افغانستان کورني تولیدات په ۳۱۰ غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي وو چې ۱۵۰ یې د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړي شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام