پاکستان کې ژورې کندې ته د یوه مسافروړونکي «بس موټر» د لوېدو له امله ۲۵ کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د پاکستان جیونیوز ټلوېزیون په یوه راپور کې ویلي چې دغه بس موتر له «هاوالي کاهوټا» څخه راولپنډۍ ته روان چې یوه پُل ته نږدې ژورې کندې ته لوېدلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه بس موټر کې ۳۰ کسان سپاره وو. په راپور کې د بس لوېدو لامل نهدی په ډاګه شوی.
له پېښې وروسته سیمې ته مرستندویه او ژغورونکې ډلې ورغلي او ټپیان او جسدونه یې، سیمه کې نږدې روغتون ته لېږدولې دي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او نورو چارواکو د پېښې له امله خواشیني ښودلې او د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې.
له دې وړاندې هم دغه هېواد کې ورته پېښې رامنځته شوي چې یوشمېر کسانو پهکې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځینې نور بیا ټپیان شوې دي.
پاکستان کې د ډېری ټرافیکي پېښو لامل د موټرو زوړوالی، ګړندی تګ او د موټرچلوونکو بېاحتیاطي په ګوته شوې.