Asset 1SWN

چهارچینو کې د روغتیايي خدمتونو له نشتون د خلکو شکایت

۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۲۲۱۲۲

د روزګان چهارچینو اوسېدونکي وايي چې سیمه کې یې، روغتیايي خدمتونه نشته او ډېری وخت یې، ناروغان نورو روغتیايي مرکزونو ته د لېږد پرمهال ساه ورکوي.

دوی وايي، د ټولې ولسوالي په کچه روغتیايي مراکزو کې د جراحۍ عملیاتو او ځینو نورو ناروغیو درملنې لپاره امکانات نشته چې له کبله یې، ډېری وخت د ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی زیاته کړه چې ناروغان د لارې خرابوالي او اوږد واټن په دلیل د مرکز ترینکوټ ښار روغتون تر رسېدو مخکې ساه ورکوي.

د چهارچینو اوسېدونکو جاوید وویل: ««دلته داسې خلک شته چې د خپل ماښام په ډوډۍ پسې حیران دي، روغتیايي مراکزو ته پر موټرسایکل ناروغۍ ښځې راولي، خو کله کله داسې پېښه شي چې ناروغ يې، مړ شي.»

د یادې ولسوالي یوه بل اوسېدونکي سیف‌الله هم وویل: «ناروغ مو روغتیايي مرکز ته وروستلی وي، بېرته مجبوره شو، له روغتیايي مرکزه يې وباسو او بلې خوا ته یي، بوځوو، زما خپل ناروغ همداسې شو  او  کندهار کې تر عملیاته ورسېد.»

د روزګان مسوولان چهارچینو ولسوالي کې د خلکو روغتیايي ستونزې تاییدوي، خو ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به ورته رسېدنه وشي .د مسوولانو په خبره، هڅه کوي د مرستنه ادارو په همکارۍ چهارچینو او نورو ولسوالیو کې روغتیايي خدمات پراخه او دوامداره کړي.

د روزګان د والي ویاند اغاولي انعام وویل :«یوه بله نوې موسسه ده چې د انټرساس په نوم ده، فعالیت لري، دې موسسې مخکې روزګان کې فعالیت نه‌درلود، انټرساس موسسې موږ ته ژمنه راکړې چي دلته خپل خدمات پراخه کوي، په ځانګړي ډول د صحت په برخه کې.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ځايي مسوولانو د معلوماتو له مخې، روزګان له هغو ولایتونو شمېرل کېږي چې د نفوس شمېر یې تر یو میلیون اوښتی، خو دغلته شته روغتیايي خدمات د نفوسو په پرتله څو برابره کم ښودل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام