Asset 1SWN

احسان جنت د پنځو کلونو لپاره له هر ډول کرېکټ منع شو

جنت

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی احسان جنت د فساد له امله د پنځو کلونو لپاره له هر ډول کرېکټ منع شوی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن چهارشنبه، زمري ۱۷مه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې احسان جنت د لوبو د فساد ضد قانون له اصولو د سرغړونې له امله د پنځو کلونو لپاره له هر ډول کرېکټ منع کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کرېکټ بورډ لیکلي: «د کورني کرکټ لوبغاړی احسان جنت د کابل پریمیر لیګ یا KPL دویم پړاو سیالیو کې د لوبو د فساد ضد نړیوال قانون له اصولو څخه د سرغړونې او فساد له امله د پنځو کلونو مودې لپاره له هر ډول کرکټ او د کرکټ اړوند چارو له ترسره کولو څخه منع شو.»

د کرېکټ نړیوالې شورا د لوبو د فساد ضد نړیوال قانون د ۲مې مادې، د لومړۍ فقرې د لومړي جز پر بنسټ، کوم لوبغاړي چې د فساد په کړنو، جوړجاړي او ورته نورو مواردو کې ښکېلیږي، له پنځه کلونو تر عمري لوبیز بندیز سره مخ کېدا شي.

کرېکټ بورډ همداراز لیکلي چې احسان جنت د لوبو د فساد ضد نړیوال قانون له مادو خپله سرغړونه منلې او په وینا یې، فساد کې د ښکېلتیا په تړاو یې، پر خپلې سرغړونې اقرار کړی دی.

په لوبیز فساد کې د ښکېلتیا له امله پر درېوو نورو لوبغاړو هم شکونه موجود دي، خو کرېکټ بورډ یې، نومونه نه‌دي یاد کړي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

کرېکټ بورډ زیاته کړې چې د یادو درېوو لوبغاړو په اړه څېړنې روانې دي چې د جرم ثابتېدو په صورت کې به یې، په اړه پرېکړې ونیول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام