Asset 1SWN

زابل کې د سېلابونو له امله لس کسان مړه شوي

ddcefa43-0fda-434c-96d2-275287c3d18c

د زابل محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې بېګاه شپه د شویو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې، لس کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

سېلابونه د دغه ولایت په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې راوتلي دي. د مسوولانو  په وینا، دغه کسان د شینګۍ ولسوالي اړوند سیمو کې مړه او ټپیان شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال مسوولان که څه هم دغه ولایت کې د راوتلیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو کچه ډېره ګڼي، خو وايي، تراوسه د زیانونو کره شمېر په لاس کې نه‌لري.

د زابل امنیه قومنداني ویاند ذبېح‌الله جوهر سلام‌وطندار ته وویل: «د زابل مرکز کلات په شمول په ځینو ولسواليو کې د زیاتو اورښتونو له کبله، سېلابونه راوتلي چي شینکۍ ولسوالي کې یې، اته هستوګنیز کورونه وران کړي او لس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو په ټوله کې د اوښتو مالي زیانونو دقیق ارقام لاهم ندي معلوم.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بل‌خوا د سېلابونو له امله اغېزمنې کورنۍ بیا بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او له مسوولانو غواړي چې پر وخت یې، سیمو ته مرستې ورسوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام