Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د ټرافیکي پېښو پرمهال دوه کسان مړه او اووه ټپيان دي

رویداد ترافیکی در میدان‌وردک 12

د میدان‌وردګ سیداباد ولسوالي کې په درېوو جلا ترافيکي پېښو پرمهال دوه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.

یاد ولایت امنیه قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلام‌وطندار ته وویل، تېره ورځ ناوخته د کابل ــ کندهار پر لویه لار د میدان‌وردګ  سیداباد ولسوالي اړوند د منګلیو، سیداباد عالي لېسې او ډاګ بغرۍ په سيمو کې د یوې ټوډي او ټېلر، کرولا او بار وړونکي او یوې بلي کرولا او موټرسایکل ترمنځ ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې له امله یې دوه مړه شوي او اوه نور ټپيان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل چې ټپيان شوي کسان د امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو په مرسته ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي.

اسرار وایي، یادې ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکو د ګرندي تګ او بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د کابل-کندهار په لویه لاره د میدان وردګ ولایت په مربوطاتو کې ټرافیکي پېښې دوه برابره زیاتې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام