د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې سرپرست حکومت هېوادونو سره مثبت تعامل ته چمتو دی او په وینا یې، هغه ظالمانه بانکي بندیزونه چې ګڼې اقتصادي سونزې او د وزګارتیا لامل شوي، باید لرې شي.
نوموړي دغه څرګندونې کابل کې د «کار ملي کنفرانس» ته د وینا پرمهال کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
برادر زیاته کړې چې سرپرست حکومت هڅه کوي، څو ټولو هېوادوالو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي.
نوموړي ویلي: «اسلامي امارت د هېواد ملي ګټو او متقابل احترام په پام کې نیولو سره د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل ته چمتو دی، پر هغوی غږ کوي تر څو هغه ظالمانه بانکي تحریمونه چې ګڼ شمېر اقتصادي ستونزې یې زیږولې او د بېکارۍ کچه یې لوړه کړې، لرې او د اسلامي امارت سره مثبت تعامل ته رامخکې شي.»
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال همداراز ټينګار وکړ چې هېواد کې د وزګارتیا کمېدو لپاره هڅه کېږي چې افغانستان د سوېلي او مرکزي اسیا د وصل پر نقطه بدل شي او په وینا یې، د کورنیو تولیداتو لېږد لپاره زمینه برابره کړي.