Asset 1SWN

د جوزجان‌-‌فاریاب پر لارې ټرافیکي پېښې د یوې کورنۍ د اتو غړیو ژوند اخیستی

Traffic-incident-qqshj2w2kcflwilew855orhsfpvb0tzc7isdgkfpmw

د جوزجان‌-‌فاریاب پر لویې لارې شوې ټرافیکي پېښې د څلورو ماشومانو په ګډون، د یوې کورنۍ د اتو غړیو ژوند اخیستی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جوزجان د امنیې قومانداني د ټرافیکو مدیر شېراحمد سعیدي وايي، یوه رونېکس ډوله موټر پرون (د چنګاښ اووه‌لسمه، د یک‌شنبې ورځ) د خواجه‌دوکوه ولسوالي په اړوند سیمه کې له یوه ټانکر سره ټکر کړی دی.

د هغه په وینا، په دې پېښه کې د یوې کورنۍ اته غړي چې درې نارینه، یوه ښځه او څلور ماشومان شامل دي، مړه شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د موټرچلوونکو بې‌غوري، د ټرافیکي اصولو نه مراعتول او د سړکونو خرابوالی په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام