د سعودي دولتي ټلوېزیون نن سهشنبه، غبرګولي ۲۹مه اعلان کړی چې مکه کې د تودوخې لوړې درجې د سږکال حج پرمهال حاجیان له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي.
د یاد ټلوېزیون د اعلان له مخې، په مکه د مسجد الحرام سیوري کې د تودوخې درجه ۵۱.۸ ته رسېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رویټرز خبري اژانس نن په خپور کړي راپور کې د اندونیزیا د یوه روغتیايي چارواکي له قوله ویلي، سږکال د حج مراسمو پرمهال د دغه هېواد ۱۳۶ حاجیان مړه شوې دي.
د یاد اژانس د راپور له مخې، د ایران ۱۱ وګړو هم د حج پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۴ نور د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوې دي.
د ایران اېرنا دولتي خبري اژانس بیا نهدي ویلي چې دغه کسان د څه له امله مړه شوې دي.
په ورته مهال پرون دوشنبه، د اردن بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي و چې د دغه هېواد ۱۴ حاجیان د حج مراسمو پرمهال مړه شوې دي.
د سعودي عربستان روغتیا وزارت د بېړنۍ ادارې مشر جمیل ابوالنین رویټرز ته ویلي، د حج مراسمو پرمهال یې د مړینې غیرعادي پېښه نهده، ثبت کړې.
د سعودي عربستان د احصایې ادارې د اټکل له مخې، سږکال د حج مراسمو کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه شاوخوا ۱.۸ میلیونه مسلمانانو ګډون کړی.