د بغلان د امنیې قومانداني د رسنیو دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یوې ټرافیکي پېښې په دغه ولایت کې د څلورو کسانو ژوند اخیستی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه زیاتوي چې د پېښې قربانیانو کې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالي امنیه قوماندان اخترمحمد هم شامل دی.
د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه بېګاه د مرکزي بغلان ولسوالي د «غلام صدیق پلچک» سیمه کې هغه مهال شوې چې د امنیه قوماندان موټر له سړک څخه واوښت او ورغړېده.