ټاکل شوې چې نن د اروپا فوټبال اتلانو لیګ پایلوبه د اسپانیا ریال ماډرېډ او د جرمني د برُوسیا ډورټمُنډ فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
دغه سیالي به نن شپه د افغانستان پر وخت ۱۱:۳۰ بجې د انګلستان د لندن په وېمبلي لوبغالي کې ترسره شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دواړو لوبډلو د یاد لیګ په نیمه پایلوبو کې خپلو پیاوړو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره پیدا کړه.
ریال ماډرېډ لوبډلې په نیمه پایلوبه کې د جرمني بایرن مونیخ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووتله او ډورټمنډ هم نیمه پایلوبه کې د فرانسې پاریس سنټ جرمن لوبډله له مخې پورته کړه.
ریال ماډرېډ لوبډلې۱۴ ځلې د اروپا فوټبال اتلانو لیګ اتلولي وګټلې او نن شپه به هڅه کوي چې خپله ۱۵مه اتلولي هم په خپل نوم کړي.
بلخوا د جرمني بروسیا ډورټمنډ لوبډلې بیا یوازې یو ځل دغه اتلولي ګټلې چې د ریال ماډرېډ پر وړاندې د دې چانس لري چې د اتلولیو شمېر دوه کړي.
ریال لوبډلې وروستی ځل په ۲۰۲۲/۲۰۲۱ کې د اروپا اتلانو لیګ پایلوبه کې لېورپول ته په ماتې ورکولو د دې لیګ اتلولي خپله کړې وه.
ډورټمنډ هم ۱۹۹۶/۱۹۹۷ کلونو کې د ایټالیا یونتوس لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې جام اتلولي ګټلې.