Asset 1SWN

غور کې خونړيو سېلابونو د دیارلس کسانو ژوند اخیستی

IMG-20240518-WA0007-qobp6tifganqwjnvpu5fkc6n9wogehyosiehnzak5k

د غور محلي مسوولان وايي، پرون (د غويي ۲۸مه، د جمعې ورځ) په دغه ولایت کې خونړي سېلابونه راغلي چې له کبله یې دیارلس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس وايي، یاد کسان د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې مړه شوي دي.

د نوموړي په خبره، لا هم د مړو شویو کسانو کره شمېرې نه‌دي په ډاګه شوي او ښايي تر دې هم لوړې وي. هغه زیاتوي چې هره شېبه د مړو شویو کسانو شمېر په بدلېدو دی.

د غور محلي مسوولان وايي، په مړو شویو کسانو کې ښځې، ماشومان او نارینه شامل دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بله‌خوا د غور د مرکز یوشمېر اوسېدونکي وايي، راغلیو سېلابونو کلي وړي او خلکو ته یې د ځاني زیان تر څنګ، مالي زیانونه هم اړولي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام