د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند سیمو کې د دوو وسلهوالو بریدونو پر مهال د پنځو پولیسو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو نن چهارشنبه جنورۍ لسمه خبر ورکړی چې د خېبرپښتونخوا په کوهات سیمه کې وسلهوالو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې د درېوو پولیسو په ګډون، پنځه کسان پهکې وژل شوې او یو ملکي وګړی ټپي دی.
سلاموطندار پر فېسبوک وڅارئ
دغه وسلهوال برید بېګاه ناوخته شوی دی.
بلخوا د یاد ایالت په سوېلي ولسوالي بنو کې هم د پولیو واکسین د کارکوونکو امنیت ټينګښت لپاره پر ګومارل شویو پولیسو وسلهوال برید کې دوه پولیس وژل شوې دي.
تراوسه د دواړو بریدونو مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نهدی اخیستی.
د رسنیو د راپورونو پر بنسټ له یاد برید وروسته سیمه کې د وسلهوالو پر وړاندې عملیات شوي چې د ځینو د وژنې دعوا هم شوې ده.
د روانې اوونۍ د سهشنبې پر ورځ په باجوړ کې هم د پاکستاني پولیسو پر موټرو برید کې شپږ پولیس وژل شوي وو او ۲۵ نور ټپیان وو.
سلاموطندار پر اېکس هم وڅارئ
په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبرپښتونخوا، بلوچستان او نورو سیمو کې وسلهوال بریدونه زیات شوي چې ډېری بریدونه د یاد هېواد پر پوځ او پولیسو شوې دي.