Asset 1SWN

روسیه کې یوې الوتکې په تېروتنه پر کنګل شوي سیند ناسته کړې

الوتکه

روسیه کې د پخواني شوروي د دورې انتونوف-۲۴ الوتکه چې ۳۰ مسافر په‌کې سپاره وو، د یاد هېواد ختیځ کې یوه هوايي ډګر ته څېرمه د پیلوټ د تېروتنې له امله پر کنګل شوي سیند ناسته کړې ده.

رویټرز خبري اژانس نن «پنج‌شنبه، ډسمبر ۲۸مه» راپور ورکړی چې د پولر هوايي شرکت «AN-24» الوتکه په خوندي توګه ناسته کړې او چا ته‌ په‌کې زیان نه‌دی اوښتی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه الوتکه په د یاکوتیا په سیمه کې زیریانکا هوايي ډګر ته نږدې د کولیما کنګل شوي سیند کې ښکته شوې ده.

د ختیځ سایبریا ټرانسپورټ چارواکو په یوه بیان کې د لومړنیو معلوماتو له مخې، ویلي چې دغه پېښه د پېلوټ د تېروتنې له کبله رامنځه شوې ده.

د پولر هوايي شرکت هم په یوه لنډ بیان کې ویلي چې «AN-24 الوتکه د زیریانکا هوايي ډګر له ځغاستې بهر راښکته شوه.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم روسیه کې هوايي ټرانسپورټ کنټرول او نظم له اړخه معیاري سېسټم لري، خو داسې ډېر کم پېښېږي چې الوتکه دې د هوايي ډګر پر ځای  پر کنګل شوي سیند ناسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام