د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي د نړۍ اسلامي هېوادونه دې په یوه خوله د ازاد فلسطین لپاره غږ پورته کړي.
متقي دغه څرګندونې د ایران پلازمېنې تهران کې د فلسطین په تړاو جوړ شوي نړیوال سیاسي کنفرانس کې کړې دي.
نوموړي دې کنفرانس کې د وینا پر مهال پر اسلامي هېوادونو غږ کړی چې غزه کې د اسراییلو لهخوا د روان قتل عام پر وړاندې ودرېږي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نړیواله ټولنه هم تورنه کړې چې د فلسطین قضیې پر وړاندې دوهګونی چلن کوي.