Asset 1SWN

سلام وطندار

د تماس کمېسیون د مخکیني حکومت ۱۰۰۰چارواکو ته د خوندیتوب کارټونه ورکړي

F-qHKjhXAAA4wo2

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د مخکیني حکومت پر یو‌شمېر چارواکو د خوندیتوب کارټونه وېشلې دي.

ارګ پر خپله اېکس «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې یاد کمېسیون د خوندیتوب دغه کارټونه د مخکیني حکومت پوځي او ملکي چارواکو ته ورکړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ارګ له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له قوله لیکلي چې تراوسه له بهر او په کور دننه د مخکیني حکومت شاوخوا ۱۰۰۰ چارواکو ته د خوندیتوب کارټونه ورکړل شوې دي.

ارګ له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د دارالانشا رییس مولوي ذاکر له قوله لیکلي چې سرپرست حکومت د ټولو افغانانو د حقونو مسوولیت لري او په وینا یې، د ټول‌بښنې فرمان څخه به څارنه کوي.

ارګ لیکلي: «یادو کسانو د ا.ا له نېک چلن او د مصؤنیت کارتونو له ورکړې مننه وکړه او په بهر کې له مېشتو افغانانو یې وغوښتل چې بېرته خپل هېواد ته را وګرځي او با عزته ژوند وکړي. تر دې مهاله له بهره راغلو او په کور دننه نېږدې زرو کسانو ته د مصؤنیت کارتونه وېشل شوي او دا لړۍ په چټکۍ سره دوام لري.»

د نوموړي په وینا، دغه کارټونه یې یادو کسانو باندې له دې امله وېشلي، څو په ډاډ زړه هېواد کې ژوند وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال یو‌شمېر هغه چارواکي چې دغه کارټونه یې ترلاسه کړل، بهر کې له مېشتو چارواکو غوښتنه وکړه، څو هېواد ته راستانه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام