پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د تېرې یوې میاشتې پر مهال د طبیعي پېښو له کبله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۲ کسان مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، په دغو سېلابونو کې د هستوګنې سلګونه کورونه ویجاړ شوي او څه باندې ۱۹زره جریبه کرنیزه ځمکه هم لهمنځه تللې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفېعالله رحیمي سلاموطندار ته وویل: «په همدې میاشت کې مو ۱۵زره کورنیو سره مرسته کړې. په یوې میاشت کې ۴۲ کسان مړه، ۴۵ټپیان، ۳۴۱ کورونه ویجاړ شوي او څه باندې ۱۹زره کرنیزه ځمکه هم تخریب شوې ده. کاپیسا، میدانوردګ، تخار، بدخشان، غور، کندهار، کونړ، نورستان، لغمان او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې زیانمن شوي او خوراکي او لوجستیکي مرستې هم شوي دي.»
خو د طبیعي پېښو زیانمن شوي له دوی سره شوې مرستې کافي نهبولي او وايي چې مرستو وضعیت کې هېڅراز بدلون نه دی راوستی.
د غور اوسېدونکی خیرالدین چې د سېلابونو له کبله یې د خپلې کورنۍ څلور غړي له لاسه ورکړي، وايي چې حکومت یوازې ورسره د خېمې او کمپلې مرسته کړې ده.
هغه وویل: «مور او مېرمن مې له لاسه ورکړه، د ۲۸ او ۲۹ ورځو ماشوم و هغه مې هم له لاسه ورکړ، خور مې هم له لاسه ورکړه او بله خور مې ټپي ده، یوه کمپله او یوه خېمه یې راکړې، نور یې هېڅ مرسته نه ده کړې.»
د میدانوردګ اوسېدونکی شکرالله چې د سېلابونو له کبله زیانمن شوی له ا.ا د مرستې غوښتنه کوي. هغه وویل: «د میدانوردګ ټولو ولسوالیو کې سېلابونو زیان اړولی، خلک مرستو ته اړتیا لري او دوی مرستې غواړي.»
په ورته مهال د کرنیزو برخو کارپوهان د سېلابونو له کبله کرنیزو ځمکو ته له اوښتو زیانونو اندېښنه ښايي او وايي چې سږکال به هېواد کې غنم کم او د اوړو بیې به لوړې شي.
د پوهنتون استاد او د کرنې برخې کارپوه محمدظریف شریفي وویل: «غنم د افغانستان له مهمو کرنیزو محصولاتو څخه دي. سېلابونو ډېری کرنیزه ځمکه چې حاصلات یې رسېدلي وو، ویجاړې کړي او دا چاره به سږکال د غنمو د کمښت لامل شي او د تېرو کلونو په پرتله به سږکال ۲۵سلنه ډېر له بهرنیو هېوادونو وارداتي غنمو ته اړتیا ولرو او بیه به یې هم لوړه شي.»
هېواد کې د سېلابونو له امله له ځاني زیانونو سربېره، د اوبو رسونې کانالونه او سرکونو ته هم درانه زیانونه اوښتي دي.