د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو په لړ کې نن ماښام کلکته نایټراډرز لوبډله له سنرایزر حیدراباد سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د حیدراباد په راجېف ګاندي نړیوال لوبغالي کې ترسره وشي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کلکته او حیدراباد لوبډلې چې دوه افغان لوبغاړي رحمنالله ګربز او فضلالحق فاروقي هم پهکې لوبېږي، روان لیګ کې تر دې مهاله د نورو لوبډلو په پرتله ښې نه دي ځلېدلي.
کلکته لوبډله دا مهال د روان ایپياېل لیګ د جدول په اتم او حیدراباد بیا نهم ځای کې شتون لري. سنرایزر حیدراباد لوبډلې د روان لیګ په لومړي سیالي کې کلکته نایټراډرز ته په ۲۳ منډو ماته ورکړې ده.
خو د دواړو لوبډلو ترمنځ په وروستیو څلور سیالیو کې درې ځلې کلکتې لوبډلې بریا خپله کړې ده. کلکته نایټراډرز بیا خپلو وروستیو پنځو سیالیو کې یوازې یوه بریا خپله کړې او څلور لوبې یې بایللي دي.
سنرایزر حیدراباد هم په دغه لیګ کې له درېوو پرلهپسې ماتو وروسته خپله تېره لوبه وګټله او په ټولیزه توګه یې وروستیو پنځو سیالیو کې یې یوازې دوه لوبې ګټلي دي.
د یاد لیګ په بېګانۍ لوبه کې ممبی انډیینز لوبډلې په یوې په زړه پورې سیالي کې پنجاب کنګز ته په خپل کور کې ماته ورکړه.