د افغانستان بانک مسوولان وايي چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ د سلواغې ۱۹مه «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک نن دوشنبه د سلواغې ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د افغانیو ارزښت ساتلو او ثبات لپاره راتلونکې چهارشنبه د سلواغې ۱۹مه «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر د داوطلبۍ په توګه بازار ته وړاندې کوي.
دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د افغانستان بانک لیکلي: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات لپاره میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي دي.