د ناروې د کډوالو شورا مشر یان اګلنډ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د اسلامي امارت له یوشمېر لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي دي. نوموړي په دې کتنو کې د افغان ښځو او نجونو پر کار او زدهکړو ټينګار کړی دی.
د ناروې د کډوالو شورا مشر همداراز پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په پوهنتونونو او نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو او نجونو پر کار او زدهکړو بندیز به ۶۰۰زره ماشومان له زدهکړو محروم کړي او ۱۴ میلیونه افغانان به یې تر اغېزو لاندې شي.
د اقتصادي چارو کارپوه نصیراحمد رشتیا وايي، هیلهمندی دی چې دغه شمېرې د واقعیتونو پر بنسټ وي او سیاسي اړخ ونهلري. د نوموړي په وینا، هېواد کې روان اقتصادي وضعیت اندېښمنونکی دی، خو زیاتوي چې دغه وضعیت د تېرو کلونو پایله ده.
بلخوا د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب بیا د ناروې د کډوالو شورا له لوري خپرې شوې شمېرې ناسمې بولي او په وینا یې، بېوزلۍ لامل شوي چې ټولنه کې د وزګارتیا لوړه کچه لامل شوې چې وزګارتیا ډېره شي.
نوموړي وویل: «هغه شمېرې چې وړاندې شوي، موږ یې نه تاییدوو. د بېوزلۍ ډېرېدل د کار نشتون له امله دي چې کورني او بهرني عوامل لري. نړیواله ټولنه د ملګروملتونو د تګلارو پر خلاف خپلې مرستې سیاسي کوي.»
په ورته مهال د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو څېړونکی بهمن یوسفي افغانستان کې روان ناوړه بشري وضعیت ته په اشارې سره وايي چې د نړیوالو بنسټونو له لوري خپرې شوې شمېرې رښتینې او د څېړنو پر بنسټ دي.
د نوموړي په وینا، نړیواله بنسټونه خپلې شمېرې په کره توګه خپروي او هوايي نه غږېږي. د بهمن یوسفي زیاتوي چې له خپرو شویو شمېرو پرته افغانستان کې روان وضعیت له ناورین ډکه دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده وروسته له هغې چې اسلامي امارت په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، هېواد کې یوشمېر مرستندویه بنسټونو خپل فعالیتونه ځنډولي دي. د یادو موسسو د فعالیتونو ځنډېدو سره هممهاله هېواد کې د یوه بشري ناورین د رامنځته کېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.