افغانستان کې نن د لومړي ځل لپاره د سارک خبریالانو د ټولنې څانګه پرانېستل شوه. دې ټولنې په نورو غړیو هېوادونو کې هم خپلې څانګې جوړې کړي او نن یې د افغانستان څانګه هم پرانېستل شوه.
د سارک خبریالانو ټولنه (SAARC Journalist Forum) د سیمې هېوادونو په کچه د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ او دفاع ټولنه ده چې د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر میاشت کې جوړه شوې او د افغانستان، هند، سریلانکا، مالډیف، بوتان، نیپال، بنګلهدېش او پاکستان یوشمېر خبریالان یې غړیتوب لري.
د سارک خبریالانو د افغانستان څانګې (SJF Afghanistan) غړیو نن د رایو له مخې، ګلمحمد ګران د افغانستان څانګې د رییس، بېنظیر بکتاش یې د مرستیالې، امنه عزیزي د جنرال سکرټرې، نورالله ستانکزی د سکرټر او صدیقالله پوپل د منشي په توګه وټاکل.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دې ټولنې رییس د نیپال اوسېدونکی راجو لاما، مرستیال یې له هند څخه رامنات ویدروهي، جنرال سکرټر یې له بنګلهدېش نه عبدالرحمان او سکرټر یې هم له افغانستان څخه خلیلالرحمان امېد دی.