Asset 1SWN

کابل کې د غربي هېوادونو استازولۍ: د رسنيو پر فعالانو بريدونه پر سولې بريد دی

 

د غربي هېوادونو سياسي استازوليو او په کابل کې نړيوالو سازمانونو د رسنیو پر استازيو، دیني مشرانو او ډلو، د بشري حقونو مدافعانو، زده‌کوونکيو، مدني ټولنو او ملکي وګړيو وروستي هدفي او ناقانونه بریدونه غندلي دي. دغو سیاسي استازيو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې طالبان او ترهګریز سازمانونه په افغانستان کې د ډېری ملکي مرګ‌ژوبلې مسوولان دي.

د اروپايي اتحادیې، د چک جمهوریت، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، جرمني، اېټالیا، هالنډ، سویډن، اسټرالیا، کاناډا، ناروې، انګلستان، کابل کې د ناټو او همداراز د امريکا پلاويو دا اعلاميه په ګډه صادره کړې ده.

په دې اعلامیه کې راغلي: «موږ دا بریدونه نه یوازې د افغانانو په وینو وحشي بریدونه ګڼو؛ بلکې دا بريدونه د افغانستان د سولې پر پروسې بريدونه دي.»

په کابل کې د غربي ډیپلوماټیکو دفترونو په اعلاميه کې ويلي چې دوی د افغانانو  پر زړورتیا پوره باور لري چې دا ډول بریدونه به د دوی د افکارو تنوع خاموشه نه کړي او بريدګر به ناکام شي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې: «دا د افغانستان د خلکو لپاره خورا ارزښتناک دی چې وکولای شي په ازاده توګه ځان څرګند کړي او د سولې خبرو په اړه خپل نظریات څرګند کړي او دایمي سولې ته رسېدو لپاره په دې پروسه کې برخه واخلي.»

په افغانستان کې د غربي هېوادونو سیاسي استازوليو د معلوماتو د ازاد جریان او د عاملانو د محاسبې غوښتنه د هر هغه چا په ګټه بولي چې غواړي یو ارام او ډیموکراتیک افغانستان کې ژوند وکړي.

يادو سازمانونو له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ او د رسنیو  ازادۍ لپاره کار کوي.

همداراز يادو بنسټونو د جګړې له ټولو خواوو هم غوښتي چې په افغانستان کې د رسنیو او مدني ټولنې د خپلواکۍ ملاتړ وکړي؛ ځکه چې یوه سوکاله، فعاله او اقتصادي پلوه دوامداره ډیموکراسۍ ترلاسه کولو لپاره دا اړين دي.

د اعلامیې په پای کې راغلي چې غربي هېوادونه د ټولو افغانانو د خپلواکۍ په تحقق خپلې ژمنې تکراروي او د بشرپالنې او نړیوال بشري حقونو نړیوال قانون سمدستي پلي کېدو غوښتنه کوي.

دغو ډیپلوماټیکو بنسټونو پر حکومت هم غږ کړی چې په ملکي وګړيو، د مدني ټولنې فعالانو او پر رسنیو د برید عاملان وپېژني او د هغوی خونديتوب پای ته ورسوي.

په ورته وخت کې په کابل کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو ویلي چې ناټو په افغانستان کې پر رسنيو، مدني ټولنو او ملکي وګړيو د بریدونو په غندلو کې د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره ده. پونټیکورو په يوه ټوېټ  کې ويلي: «موږ د هغو کسانو ستاینه کوو څوک چې د بیان او مطبوعاتو د ازادۍ لپاره کار کوي.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام