د درمحمد کشمي خپلوان وايي چې نوموړی نن سهار د تخار مرکز تالقانو ښار حوزوي روغتون کې مړ شو.
د ياد محلي سندرغاړي زوی ويلي چې پلار يې له څو ورځو راهيسې په روغتون کې بستري و.
درمحمد کشمي د هېواد د نوم وتو سندرغاړو له ډلې و چې د هېواد په شمال او شمال شرق کې يې ډېر اورېدونکي درلودل چې اوسني سندرغاړي یې سندرې بيا وايي.
د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رياست مسوولان د درمحمد کشمي مړينه د هېواد فرهنګيانو ته لويه ضایعه ګڼي.
درمحمد کشمي د خپل عمر نږدې پنځه لسيزې هنر او موسيقۍ ته ځانګړی و.