Asset 1SWN

هلمند کې د ټرافیکي پېښې پرمهال ۶ کسان مړه شوي

ټرافیکي-پېښه-qky50314eyiuiolth33lq58xmvjmji8gpmhtck7pn8

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد هلمندي وایي، تېر ماښام جمعه ګرمسیر ولسوالي کې یو فلډر ډوله موټر له سړکه اوښتی او چپه شوی چې له امله یې ۶ هیوادوال مړه شوي دي.

ده وویل، مړو شویو کې ۴ ښځې، یو ماشوم او یو نارینه شامل دی.

که څه هم د موټر لوېدو لامل تر اوسه نه دی مشخص شوی، خو ډېری دا ډول پېښې د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له کبله رامنځته کیږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یادونې ده چې دې وروستیو کې د هېواد په سطحه ټرافیکي پېښې ډېرې شوي چې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته په کې مرګژوبله اوړي.

وړمه شپه د تخار د امنیې قومندانۍ ویاند ذبیح‌الله حکیمي هم د کابل ـ کندهار پر لویه‌لار ټرافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ.

هغه سره دغه ټرافیکي پېښه کې ۳ نور کسان هم وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام