د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي، د البصر نړیوالې مرستندویه موسسې په مالي ملاتړ یې کابل کې د سترګو ۴ زره ناروغانو د درملنې وړیا زمینه برابره کړې.
د افغاني سرې میاشتې د مرکزي روغتون مشر عبدالولي اتمانزي نن (پنجشنبه، جوزا ۸مه) کابل کې یوې غونډې ته وویل، د سترګو ۴ زره ناروغانو له ډلې د ۴۰۰ هغوی چې وضعیت یې نازک دی، عملیات شي.
«د سترګو ۴ زره ناروغانو درملنه کیږي، ۶۰۰ ته یې عینکې وېشل کیږي او ۴۰۰ به یې چې وضعیت یې نازک دی، عملیات شي.»
ورته وخت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان له ملي او نړیوالو موسسو غواړي چې سیاسي مسایلو ته له پام پرته، خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیز الرحمان وویل:
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
“نن، موږ د پاچا سلمان او البصر بنسټ په ملاتړ دا پروژه پرانیسته او موږ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له هیوادونو غواړو چې سیاسي مسلو ته له په پام پرته خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.»
د البصر بنسټ مسوولانو چې هېواد کې د سترګو ناروغانو د درملنې زمینه برابره کړې وايي، دغه بنسټ هڅه کوي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په چوکاټ کې یو روغتون جوړ کړي، ترڅو ناروغانو ته وړیا خدمات وړاندې کړي.
د دوی په وینا، تراوسه یې ۸ سیارو ډلو افغانستان کې د ۴۰ زره ناروغانو د درملنې زمینه برابره کړې ده.
یوشمېر هغه ناروغان چې د درملنې لپاره د افغاني سرې میاشتې ټولنې روغتون ته ورغلي د سترګو حفاظت لپاره د پوهاوي ورکولو پروګرامونو جوړولو غوښتنه کوي.
د یادونې ده چې د روان لمریز کال پرمهال هرات او بلخ ولایتونو کې هم د سترګو ۸ زره ناروغانو درملنه شوې ده.



