Asset 1SWN

هرات کې ۳۷ ښوونځي او مدرسې بیارغول شوي

IMG-20250305-WA0005

د هرات د پوهنې ریاست مسوولان وايي، د روان لمریز کال له پیل راهیسې د دغه ولایت ښار او ولسوالیو کې ۳۷ ښوونځي بیارغول شوي دي.

د هرات د پوهنې رییس رحمت‌الله جابر وویل، دغه ښوونځي د پوهنې وزارت له لوري بیارغول شوي چې ۲۲ میلیون او ۶سوه زره افغانۍ لګښت پرې راغلی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې ټاکل شوې راتلونکي کال کې دغه ولایت کې ۳۸ نور ښوونځي هم ورغول شي.

د ده په وینا، د هرات اوسېدونکو یوشمېر سیمو کې د ښوونځیو جوړولو لپاره د ریاست ته ځمکې هم په واک کې ورکړي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام